خبرونهروغتیا

په هېواد کې ٢٦٠ تنه نور په کرونا ناروغى اخته شول

٦٢- کابل / دليندى ١٦مه /باختر
د عامې روغتيا وزارت په تېرو ٢٤ ساعتو کې په هېواد کې د کرونا ويروس د دويمي څپې د خبردارى په ترڅ کې د دغه ويروس د ٢٦٠ نويو پېښو د ثبتولو او د ١٠ تنو د مړينې خبر ورکړ.
د باختراژانس د خبر له مخې؛ د کرونا ويروس د ٢٦٠ نويومثبتو پېښو په ثبتولو سره په هېواد کې په دغه ويروس د اخته کسانوشمېر ٤٧٩٠١ تنو ته ورسېد.
دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتوکې د ١٠ تنو په مړينې سره د کرونا ويروس د قربانيانوشمېر ١٨٧٥ تنو رسيدلى دى .او د روغو شويوکسانوشمېر ٣٧٧٨٢ تنو ته رسېدلي دي.
د عامې روغتيا وزير ډاکتر احمدجواد عثماني د هېواد خلکو ته خبردارى ورکوي چې د کرونا ويروس د خطرناکې ناروغى د مخنيوي په خاطر روغتيايي لارښووني رعايت کړي .
د ماسک اغوستل، د واټن رعايتول او له لاس ورکولو اوښکلولو څخه ډډه کول د کرونا ويروس د مخنيوي په لاره کې اساسي روغتيايي لارښوونې دي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته