امنیت

دملي امنيت دلوى رياست دمطبوعاتي دفتر اعلاميه .

کابل باختر د وري شپاړلسمه :
دملي امنيت دلوى رياست دمطبوعاتي دفتر اعلاميه .
دملي امنيت دلوى رياست  دڅيړنو نتيجې ښيي دهغه ځانمرګي بريد ترشاه  چې دروان کال دوري دمياشتې په ديارلسمه نيټه  دخوست ښار دمظاهره کوونکوترمنځ ترسره شو  اوله امله يې زموږ شل تنه هيوادوال شهيدان او دري شپيته تنه نور ټپيان شول. دحقاني تروريستي ډله  ده .
دشاه غلام په نامه ځانمرګي يرغلګر چې دملتان اوسيدونکى وو دسراج الدين حقاني په مستقيمه لارښوونه  دمولوي عبدالرحمن په واسطه دخوست ښار ته ليږدول شوى و او دده په لارښونه يې په خپل بدن پورې تړلې  چاوديدونکي توکي دمظاهره کوونکو ترمنځ  چولى دى .
  هغه کسان  چې په دې قضيه کې ښکيل دي  دملي امنيت دلوى رياست له خوا پيژندل شوي دي. او  هيوادوال دې ډاډمن وي ټول دغه  تروريستان  به  چې دبې ګناه ملکي وګړو  دشهادت اوټپي کيدو سبب کيږي  ، ونيول شي او يا له منځه  يوړل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته