کابل باختر دتلي ديرشمه :
دکابل ښار داوومې امنيتي حوزې پوليسو نن يوه اندازه مهمات کشف او ترلاسه کړل .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى حشمت الله ستانکزي دباختراژانس خبريال ته وويل : په ترلاسه شويو مهماتوکې د هاوان ماينونه اتلس لاسي بمونه
د بي ام -١ دوه ماينونه ، داګه اس يوه اندازه مهمات او ځينې پوځي تجهيزات شامل دي چې دجګړي له وختونوڅخه دچهلستون په مربوطاتو کې پاتي شوي دي .
ديوبل خبر له مخې : دکابل دپوليسو منسوبينودکابل له بيلابيلو سيمو څخه شپږ تنه دغلا ، شوکمارۍ او مسمومولو په تور نيولي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ