اقتصاد

له افغانستان سره دتجارتي همکاريو دپراختيا لپاره دپاکستان هلې ځلې .

کابل باختر  دثور  دولسمه :
په کابل کې دپاکستان سفير ابرار حسين نن دهرات ولايت ته ورسيد او ددغه ولايت له والي  محمد اصف رحيمي سره يې وکتل .
ددغې  کتنې په بهير کې  چې دهرات ولايت په مقر کې ترسره شوه دهرات والي په دغه ولايت کې دامنيتي او ټولنيز حالت ښه والي او په عمراني او اقتصادي  حوزو کې له پانګونې سره دموسسو ليوالتيا ته په اشارې سره  ځوانانو ته دماستري  په کچه دتحصيلي بورسونو داختصاص او دغه راز پاکستان ته دصنعتي ښارګوټي  دصادراتو دزياتوالي غوښتنه وکړه . 
ښاغلى  رحيمي وايي چې دهرات خلک دبدامنۍ او ددولتي ضد فعاليتونو له روحيې سره مخالف دي له دې امله په دغه ولايت کې امنيت او ثبات  د ډاډ وړ دى
  دهرات والي ددغه ولايت دخلکو ترمنځ دزده کړې دروحيې  شتون دهيلو سبب وباله او زياته يې کړه چې په روان کال کې  دکانکور دازموينې عمومي اول نمره هراتى دى .
دپاکستان سفير هم په پاکستان کې دهرات دتوليدي صنايعواو په هرات کې دپاکستان دتوليدي صنايعو دنندارتون له جوړولو سره خپله ليوالتيا څرګنده کړه او ويې ويل چې دپاکستان په بازارونوکې دهرات ولايت محصولات دخلکو دملاتړ وړ دي  دپاکستان سفير هم ټينګار وکړ هېواد يې علاقمندي لري چې له افغانستان سره اقتصادي ، فرهنګي او روزنيزې  اړيکې پياوړې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته