سیاست

د مشرانو جرګې رئيس د بريتانيا شاهي هېواد له سفير سره وکتل

کابل_باختر د مرغومي دمياشتې ٢٦ مه
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار په داسي حال کې چې د نړيوالو چارو د کمیسيون رییس هم حاضر و، د بريتانيا شاهي هیواد له سفير ښاغلي دامينيک جيرمي سره وکتل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
سفير په پيل کې د پارلمان د امنيتي او خدماتي کارکوونکو د لسګونو تنو د شهادت او ټپي کیدو څخه چې د تیرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د ملي شورا د الحاقيې پر وړاندې د دوو پرله پسې بريدونو له امله رامنځته شوه، اندېښنه څرګنده کړه او د خپل هیواد او سفارت له خوا يې د ډاډګیرنې او خواخوږۍ مراتب د مجلس رئيس او ددغې پیښې له زیانمنو کورنيو سره څرګند کړل او ويې ويل، اړتيا ده چې نړيواله ټولنه د تروريزم پر خلاف چې يو نړيوال ګواښ دى، جدي او رښتینې مبارزه وکړي.
ورپسې د مشرانو جرګې رئيس د بريتانيا د سفير او خلکو له خواخوږۍ څخه د مننې په څرګندولو سره، وويل چې د افغانستان د خلکو دښمنان نه شي کولاى د توطيو او وحشتونو په خپرولو سره د افغانستان د متحدو خلکو ترمنځ واټن رامنځته کړي.
همدا راز د مشرانو جرګې رئيس د تیرو څوارلسو کلونو په ترڅ کې اقتصادي، بيا رغاونې، پوهنې، د دولتي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو، له نشه يي توکو سره د مبارزې او د هیواد د امنيتي ځواکونو د روزنې په برخو کې د نړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د انګلستان شاهي هیواد له مرستو څخه مننه او قدرداني کړه او له افغانستان سره يې د دغه هیواد د لا زياتو مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
همدا راز دواړو لورو د کتنې په جريان کې د افغانستان د روان وضعيت، هیواد ته د افغان کډوالو د باعزته بیرته راتګ، د داعش ترهګرې ډلې د حضور او فعاليت او د افغانستان د سولې له بهير سره د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د يو ځاى کیدو په اړه بحثونه وکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته