کابل- باختر د مرغومې دمياشتې ٩
دينمروز پوليسو پنځه تنه دلسو موټر سايکلونو دغلا په تور ونيول.
دنيمروز ولايت وياند محمد حسين هاشمي دباختر آژانس خبريال ته وويل: پنځه تنه غله پرون دپوليسو د اوپراتيفي عملياتو په بهير کې هغه وخت ونيول شول چې لس موټر سايکلونه يې د زرنج ښار له بيلابيلو ساحو څخه غلا او داستوګنې په يوه کور کې يې پټ کړي و .
يوه اړونده خبرځاى وويل: دموټر سايکلونو زياترو خاوندانو دخپلو موټر سايکلونو دترلاسه کولو لپاره امنيې قوماندانى ته مراجعه کړې ده او د قضيې عاملين تر پوښتنې لاندې دې.
0 د یوې دقیقې څخه لږ