امنیت

له افغان پوځيانو سره په نښته کې دوه تنه طالبان ووژل شول .

-کابل باختر د لړم  نهمه :
دوه تنه وسله وال طالبان په جوزجان ولايت کې له افغان پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دجوزجان دوالي  وياند محمد رضا غفوري  دباختراژانس خبريال ته وويل چې پرون مازيګر  افغان هوايي ځواکونو ددغه ولايت دقوشتيپې  ولسوالۍ په عربانو کلي کې  هوايي بريدونه ترسره کړل او په دغه کلي کې يې  دوسله والو طالبانو سنګرونه بمباري کړل چې له امله يې د وسله والو طالبانو دډلې يوسرګروپ حاجي مراد له يوه همکار سره  يې ووژل شو او دوه تنه نور طالبان ټپيان شول.
غفوري  زياته کړه :دوى په پام کې لري هغه سيمې  چې وسله وال طالبان پکې  راټول شوي دي وپيژني او هوايي بريدونه پرې وکړي .
له بلې خوا هم غفوري دشبرغان ښار په برهان کلي کې د ماين دچاودنې له امله ديو دولس کلن ماشوم چې دڅارويو په پيولو  بوخت و دوژل کيدو خبر هم ورکړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته