امنیت

دلوى څارنوالى له خوا په سمنګانو کې داداري فساد په تور دڅوتنو سيمه ييزو مسولينو نيول کيدل .

کابلباختر د غويي ٢١ مــــــــــــــــــــه

دسمنګانو ولايت دفوايدعامې درئيس په ګډون ددغه ولايت څوتنه سيمه ييزچارواکى داداري فساد په تور دلوى څارنوالى په امرونيول شول.درارسيدلوخبرونوله مخې دغه کسان چې دسمنګانوولايت دفوايدعامې رئيس، دولايت دکلتوري خدمتونو رئيس ، د اقتصاد رياست يوانجنير اود ايبکو ښاروالۍ سا ختمانى مدير پکې شامل دي ،پرون ونيول شول .

دسمنګانو ولايت يوه مسوول چې نه يې غوښتل نوم يې وا خيستل شي باختراژانس ته وويل چې دغو کسانو په ايبکو ښار کې دلسوکيلو مترو په اوږدوالى دسړک دپخولو په پيسو مزې چړ چې کړي وې.

ده وويل دلوى څارنوالى هيئت دڅيړنې په بهير کې نورکسان هم ددغوپيسو په اختلاس اود سمنګانو ولايت په نورو اداري چارو کې مسول وبلل خوددغوکسانو دقدرت په نسبت په دې بريالى نه شو چې هغه هم ونيسى.

دسمنګانو ولايت دفوايد عامې رئيس په داسې حال کې چې په کابل کې و دلوى څارنوالى په ا مر نيول شوى دى.

دلوى څارنوالى دتحريراتو اودارالانشا رئيس سيد جلال جلال له باختراژانس سره په اړيکه کې ددغو کسانو نيول کيدل تا ييد کړل خوددغې قضيې په باب د جز ئياتو له وړا ندى کولو څخه يې ډډه وکړه. په همدې حال کې ويل کيږي چې دسمنګانو ولايت د ادارودکړو وړو څيړنه دلوى څارنوالى دهيئت له خوا دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته