روغتیا

په پنجشير کې دروږدو کسانو ددرملنې روغتون خپل فعاليت پيلوي .

کابل باختر دسلواغې شلمه :
دپنجشير ولايت دعامې روغتيا رياست په چوکاټ کې په نشه يي توکو دروږدو کسانوددرملنې  دروغتون دجوړولو کار په نږدې راتلوونکي کې پيليږي .
دپنجشير ولايت دعامې روغتيا رياست مسوول ډاکتر حامد احمدي وايي دروږدو کسانو ددرملنې روغتون چې نولس کارکوونکي لري ددغه ولايت دعامې روغتيا  رياست په تشکيل کې دعامې روغتيا دوزير له خوا منظور شوى او ټاکل شوې ده کار يې په عملي توګه پيل شي .
داحمدي دڅرګندونو له مخې دغه روغتون به شل بسترې ولري او دهغو کسانو ددرملنې په برخوکې به  چې  په چرسو ، هيروئينو او په نورو دخانياتو روږدي  دي فعاليت وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته