نړۍ

دکراچي ښار په نوى تاوتريخوالې کې شپږ تنه ووژل شول

کراچى –باختر دتلې ١٠
دپاکستان په کراچي ښار کې د ډزو له امله درې تنه ووژل شول او درې ځورول شوي مړي ددغه ښار په بيلابيلو سيمو کې ترلاسه شوي دي.
دپوليسو دڅرګندونو له مخې، يو سړى دکراچي ښار دموراندا  ناحيي ته څيرمه په يو پلورنځي کې په ډزو سره ووژل شو او يو بل سړى الله ولى کورانجى ته څيرمه ووژل شو.
ناپيژندل شويو کسانو يو تن دپوليسو يو مرکز ته څيرمه وواژه.
په همدې حال کې درې مړي د اورنکي په سيمه کې ترلاسه شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته