Uncategorized

په سمنګانو کې د طالبانو بريد له ماتې سره مخ شو

کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
درې وسله وال طالبان تېره شپه په سمنګانو کې له پوليسو سره په جګړه کې ووژل شول.
د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول منير رحيمي باختر اژانس ته وويل چې وسله والوطالبانو د کوز دره صوف ولسوالۍ د فوايد عامې پر امنيتي پوستې يرغل وکړ چې د افغان ځواکونو د مقاومت په پايله کې د وسله والوطالبانو دغه بريد له ماتې سره مخ او درې وسله وال طالبان ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه: په جګړه کې دوه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او نور يې له ساحې څخه وتښتېدل.
ويل کېږي د دښمن يو مړى او جنګي وسايل د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
ختم- ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته