سیاست

دايټاليا ددفاع وزيرې له افغانستان سره دخپل هېواد دهمکاريو په دوام ټينګار وکړ .

کابل باختر دليندى  شپږ ويشتمه :
په لويديځ  زون کې دغوڅ ملاتړ دنوي قوماندان له معرفي کولو سره جوخت دايټاليا ددفاع وزيرې دهرات ولايت ته په خپل سفر کې دافغانستان له خلکو او دولت سره دخپل هېواد دهمکارى  په دوام ټينګار وکړ .
په لويديځ زون کې دايټالوي ، مشورتي او کومکي قوماندانۍ ددندو دسپارلومراسم پرون له بريد جنرال فرانچسکو برونو څخه  بريد جنرال سلواتوره انيل ياتو ته په ارينا کمپ کې  دايټاليا ددفاع دوزيرې او دلوى درستيز او دغه  راز دهرات ولايت دمرستيال او سرپرست  محي الدين نوري او ديوشمير  دولتي مسوولينو په ګډون پرځاى شول .
  دهرات ولايت سرپرست  هرات ته دايټاليا  ددفاع دوزيرې دسفر له امله په قدرداني سره په بېلابېلو برخو  او په تيره بيا دهېواد له وسله والو  ځواکونوسره دايټاليا دمرستو له امله قدرداني  څرګنده کړه . 
داپه داسې حال کې ده چې ميرمن اليزابتاترنتا له دغو مراسمو وروسته کابل ته راغله او دهېواد له جمهور رييس او له اجراييه رييس سره يې هم وکتل او په افغانستان  او په تيره بيا هرات ولايت کې  په پرمختيايي او اقتصادي  چارو کې دزياتې وندې اخستنې په خاطر دخپل هېواد ډاډ څرګندکړ .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته