ټولنه

دکابل د طبي پوهنتون يو استاد وفات شو

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
د لوړو زده کړو وزارت نن د کابل د طبي پوهنتون د استاد پوهاند سرور عالمي دمړينې خبر ورکړ.
په هغه پيغام کې چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا باختر آژانس ته رسيدلى دى؛ ويل شوي دي: په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړچې د کابل د طبي پوهنتون يو استاد پوهاند سرور عالمي وفات شوى دى.
دغه راز په پيغام کې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه هيئت د هيواد د تحصيلي بنسټونو او موسسو د استادانواو محصلانو په استازيتوب د ده مړينه د هيواد علمي ټولنې ته يوه ضايعه بللې ده او د خپلې ډاډګيرنې اوخواخوږۍ مراتب يې  د ارواښاد کورنۍ، خپلوانو او نورو دوستانو ته څرګندکړي دي.
دغه راز دکابل د طبي پوهنتون د استادانو ټولنې هم باخترآژنس ته د يو پيغام په ليږلو سره د پوهاند سرور عالمي مړينه د هيواد په علمي برخه کې يوه ضايعه بللې ده او د غمشريکۍ د مراتبو د څرګندولو په ترڅ کې يې متوفى ته د فردوس جنت او د هيواد علمي ټولنې او د ارواښاد کورنۍ ته يې د جميل صبر هيله کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته