امنیت

د سمنګانو د حضرت سلطان ولسوالي د افغان ځواکونو تر ادارې لاندې ده

کابل / د چنګاښ ۱۵مه / باختر
د سمنګانو امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ طالبانو نه ده نيولې او افغان ځواکونو پکې ځاى پرځاى دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د سمنګانو د امنيې قومندانۍ د مطبوعاتو مسوول څارمن منير رحيمي د دغه ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ د سقوط په اړه د طالبانو ادعا رد کړه او ويې ويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د حضرت سلطان ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړ چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو له مقاومت سره مخ شول او د سر زيان په ورکولو سره له ساحې څخه وتښتېدل، خو د سيمې يوشمېر اوسېدونکي د ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو بريد تاييدوي.
د حضرت سلطان ولسوالۍ د مرکز يو اوسيدونکي وويل چې وسله والو طالبانو د ماښام په ٧ بجو د ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وکړ او د دغې ولسوالۍ ودانۍ يې ونيوله.
په دې مهال امنيتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د ولسوالۍ له مرکز څخه په شاتګ وکړ او څوساعته وروسته یې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د ولسوالۍ مرکز بېرته له طالبانو ونيوله.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته