فرهنګ

د رسنۍ، بنسټ او کارکوونکي ترمنځ د کاري اختلافونو حل کړنلاره وروستۍ شوه

کابل/ باختر/ د وږي۱١مه
د رسنۍ، بنسټ او کارکوونکي د کاري اختلافونو د حل کمېسيون کړنلاره نن وروستۍ شوه.
د رسنۍ، بنسټ او کارکوونکي د کاري اختلافونو د حل کمېسيون اوومه ناسته           د غلام مصطفی هاروني په مشرۍ په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال دخبرله مخې: دغه کړنلاره د خصوصي ټوليزو رسنيو د فعاليت د کړنلارې مقررې د٢٩ مادې د ٤ فقرې پر بنسټ په ١٠ مادوکې برابره شوې ده چې له تصويب او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير له منظورۍ وروسته نافذيږي.
دغه راز په ناسته کې پر ٢١ شکايتونو خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې قضيې دې  اړوندو بنسټونو ته ولېږل شي.
پاى ف   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته