امنیت

يوځوان دچړې په ګوزار سره ووژل شو

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٨ :
يوځوان پرون دسمنګانو ولايت مرکز په ايبکو ښار کې  دچړې په ګوزارسره ووژل شو.
دسمنګانو ولايت دسيمه ييزو مقاماتو دڅرگندونوله مخې  دغه ځوان دخپل پلار دشخصي دښمنيو قرباني شو.
جاويد چې پنځلس کلن و او دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو پورې اړوند دسبزپوش په کلي کې اوسيده دعبدالوهاب له خوا چې دى هم دهمدې سيمې اوسيدونکي  دى دچړې په ګوزارسره په عام محضر کې ووژل شو.
يوتن عيني شاهد محمدنسيم چې په دې  سيمه کې يې دتيلو پلورنې دوکان درلود وويل چې قاتل دچړې په ګوزار سره په جاويد بريد وکړ اودى يې وواژه.
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره دمبارزې مدير سمونمل غلام محمدزلمي په دې پاب وويل : قاتل ځان پوليسو ته تسليم کړى دى او  په لومړنيو څيړنو کې يې په خپل جرم اعتراف کړى دى.
مجرم ويلى دى چې په حقيقت کې يې غوښتل  دجاويد پلاراسماعيل ووژني خوله زيات انتظار وروسته څرنګه چې پلاريې ورسره مخامخ نه شو زوي يې وواژه .
سمونمل زلمي دوژنې  علت شخصي دښمني وبلل او ويې ويل چې قاتل له پنځه ويشتو کلونو را په دې خوا دجاويد له پلارسره شخصي دښمني لرله .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته