ورزش

چلسي د جدول دويم ځاى ته لوړ شو

کابل باختر دتلي اته ويشتمه : د انګلستان د لومړي لاس د فوټبال سيالۍ نن شپه په يوې لوبې سره دوام کوي په دې سيالۍ کې د آستن ويلاټيم د تاتسهم د ټيم کوربه دى. باخترآژانس دنړيوالوخبرځايونو له خولې خبر راکړ: ددغوسياليو د تيرې شپې په لوبوکې ليورپول له نيوکاسل سره لوبه د دوو په مقابل کې په دوو سره برابره کړه. ارستال د يوې په مقابل کې په څلورو سره ناويج ستي ته ماتې ورکړه او په همدې ډول دچلسي ټيم د يوې په مقابل کې په څلور سره دکارديف ستي ټيم ته ماتې ورکړه خو مانچستر يونايتد ټيم د سوت اپتن له ټيم سره لوبه د يوې په مقابل کې په يوې سره برابره پاى ته ورسوله. په همدې ترتيب سورمه ، مانچسترستي او افرتن هم خپلو سيالو ټيمونو ته ماتې ورکړه . ارستال تراوسه پورې د نتيجو دجدول په سرکې دى او ورپسې دچلسي او د ليورپول ټيمونه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته