۱۰۰ ورځې

يوې ميندې چې خپل دوه تنه ماشومان يې په غيږ کې ليږدول رايه ورکړه.

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٤
د رايې ورکوونکو ترمنځ يوه مورچې خپل غبرګولى ماشومان يې ليږدول له راتلوونکى جمهور رييس څخه يې وغوښتل چې دخلکو د نيمکرغۍ او ارامۍ لپاره هلې ځلې وکړي .
دغه مورچې انيسه نوميده او خپل دوه ماشومان يې په خپله غيږ کې ليږدول له هغه وروسته چې دکابل ښآر په دريمه کارته کې دسيدجمال الدين افغان په منځنى ښونځي کې يې خپله رايه وکاروله دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په انتخاباتو کې رايه ورکول او دهيواد دجمهور رييس انتخاب يو هيوادنۍ وجيبه ده او په شرايطو برابر دهر افغان دنده ده چې په دغه بهير کې ګډون وکړي او رايه ورکړي .
دې دهيواد له راتلوونکى جمهور رييس څخه وغوښتل چې دخلکو د ارامۍ او سوکالۍ لپاره دې له هر امکان څخه استفاده وکړي دغې مور څرګنده کړه : دجمهوري د رياست دواړه نوماندان زموږ هيواد وال دي او هر يويې چې ګټونکى شي دافغانستان خلک بريالۍ کيږي اوپه حقيقت کې دجمهور رييس په توګه ديوتن دانتخاب په نسبت دملي يو والى او د ديموکراسۍ ټينګښټ او ولسواکۍ په هيواد کې مهمه ده .
دسيدجمال الدين افغان دمنځنى ښونځي په مرکز کې له غرمې مخکې تر يوولسو بجو پورې دښځو او نارينه و په ګډون ٦٣٢ تنو رايې ورکړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته