امنیت

د رخشانې د سنګسار يو شمېر عاملين پيژندل شوي دي

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٧
يو شمېرکسان د رخشانې د سنګسار په اړوند پيژندل شوي دي.
د غور والۍ سيما جوينده وويل: هغه سيمه چې رخشانه پکې وژل شوې ده؛ د دولت تر کنترول لاندې نه ده او په دى سيمې طالبان واکمن دي.
د دې څرګندونو له مخې: له هغو کسانو څخه چې پيژندل شوي دي؛ يو يې مولوي يوسف نوميږي چې ورو يې رخشانې غوښتله او دغه نجلۍ د دې لپاره د مولوي يوسف له ورور سره يې کوژده نه وه کړې، فتوا يې ورکړې وه چې هغه صحرايي محاکمه کړي .
خبرځاى زياته کړه: نورکسان مو هم پيژندلې دي چې اوس د هغوى د نومونو افشا کول د موضوع په باب زموږ اطلاعات له ډب سره مخامخ کوي او د نوروکسانو د نيولو لپاره زموږ هلې ځلې دوام لري.
رخشانه چې نولس کلنه وه؛ دوه اوونۍ مخکې د غور ولايت په يوه سيمه کې سنګساره شوه چې يو شمېرکسانو په هغې باندې له يو درې ويشت کلن هلک سره د ناروا اړيکو د لرلو تور لګاوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته