کندز / د سلواغې١٨مه/ باختر
د چين هېواد د کندز له طبيعي پېښو سره د مبارزې له رياست سره په همغږۍ کې پر څه دپاسه ٦٠٠ اړو کورنيو خوراکي توکي او لګښتي مالونه ووېشل.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: په دې مرسته کې اوړه، وريجې، نخود، لوبيا، لرګي، شړۍ، بړستنې ، مکروني، چاى او نور ضروري مواد شته چې د چين هېواد له لورې د کندز له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست په همغږۍ کې په دغه ولايت کې پر څه دپاسه ٦٠٠ اړو کورنيو ووېشل شول.
د مرستې د وېش په وخت کې د کندز د والي مرستيال، د ولايتي شورا غړو، د دولتي ادارو رييسانو او خبريالانو ګډون لاره .
پاى ذ