ايبک باختردکب دمياشتې ٦ نيټه :
په سمنګانو ولايت کې ديوه ساختماني شرکت څلور تنه کارکوونکي نن سهار دناپيژاندو وسله والو کسانوله خوا وتښتول شول.
د سمنګانو د ولايتي شورا يوه غړي عبدالعليم سادات باخترآژانس ته وويل چې، ديوه کورني ساختماني شرکت دغه کارکوونکي د سمنګانو ولايت دمرکز ايبکو په رباطک کلي کې داستنادي ديوال د جوړولو په کار بوخت وو چې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا وتښتول شول.
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول دويم څارن منير رحيمي وويل ؛ چې پوليسو دتښتول شويو کسانو د خلاصون په برخه کې هلې ځلې پيل کړي دي.پاى ذکرالله