کابل باختر د غويي دمياشتې ۲٥مه
په تېرو ۲۴ ساعتو کې د دولت ۵۳ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
باختر اژانس د ملي دفاع وزارت د خبر پاڼې له خولې خبر راکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ګډو امنیتي ځواکونو له خوا د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د ترسره شويو عملياتو په پايله کې د څلورو تنو داعشيانو په ګډون ۵۱ تنه وسله وال کسان وژل شوي او ۲ تنه نور ټپيان دي.
خبر پاڼه زياتوي چې دغه ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا ، خوست، غزنی، لوګر ،قندهار، روزګان ، غور ، کندز، فاریاب ، سرپل، بدخشان او د هلمند په ولایتونو کې ترسره شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ