سیاست

د هېواد اجرائيه رئيس دواشنګټن پست ورځپاڼې له جګپوړو مديرانو سره په کتنه کې: په سولې او ټيکاو د لاسبري لپاره د پاکستان رول حياتي دى

کابل باختر د لړم دمياشتې ٢٤ نيټه  :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائيه رئيس ډاکترعبدالله عبدالله پرون د امريکا متحده ايالاتو ته د خپل سفر په بهيرکې د واشنګټن پست ورځپاڼې له  جګپوړو مديرانو سره د دغې ورځپاڼې په مقرکې وکتل.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د دغې ورځپاڼې د مشرتابه هيئت غړو او جګپوړو مديرانو د افغانستان او د سيمې د قضيو په اړوند خپلې پوښتنې طرحه کړې او د هېواد  اجرائيه رئيس دغو پوښتنو ته په مفصل ډول ځوابونه ورکړل.
په دې کتنه کې واشنګټن ته د افغانستان د هيئت د سفر دموخې، د امريکا د متحده ايالاتو د نوې ستراتيژۍ، له طالبانو سره د سولې د خبرو، له پاکستان سره د افغانستان د اړيکو، د افغانستان د نظامي او امنيتي حالت، د انتخاباتو د ترسره کولو، د حکومت د اصلاحي پروګرامونو، له فساد سره د مبارزې او د امريکا د متحده ايالاتو او افغانستان ترمنځ دګډو همکاريو په باب يولړ پوښتنې طرحه شوې.
د هېواد اجرائيه رئيس په افغانستان کې دپوځي، اقتصادي او ټولنيز حالت  او د کابل _ واشنګټن د اړيکو د يو څرګند لرليد په وړاندې کولو سره د افغانستان له  حکومت او خلکو سره د همکارۍ او له تروريزم سره د مبارزې په خاطر د امريکا  د متحده ايالاتو له  حکومت او خلکو څخه مننه وکړه.
ډاکتر عبدالله عبدالله دغه راز په خپلو خبروکې  په سولې او ټيکاو د لاسبري په اصل باندې ټينګار وکړ او په سولې د لاسبري لپاره يې له ډاراچوونکو ډلو سره دمرستې په بندولو کې دپاکستان رول مهم او حياتي  وباله .
د هېواد اجرائيه رئيس د ملي وحدت په حکومت کې د اصلاحاتو په باب په ټينګارسره په را روان کال کې د پارلماني انتخاباتو د ترسره کولو ډاډ ورکړ او په دې برخه کې يې د ملي وحدت د حکومت د لاسته راوړنو يادونه وکړه .
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته