ټولنه

په فراه کې ديوه محافظتي ديوال دجوړولو کار بشپړ شو .

کابل باخترد ليندي پنځه ويشتمه :
دکليو دبيا جوړولواوپراختيا وزارت دسيلاونو دراوتلو له امله درامنځته کيدونکو خطرونو دمخنيوي په موخه په فراه ولايت کې د ٤٢٢ مترو په اوږدوالي ديوه محافظتي  ديوال دجوړولو کار نن بشپړ کړ .
دکليو دبيا جوړولو او پراختياوزارت داطلاعاتو مسوول حبيب بهزاد باختر اژانس ته وويل چې دغه محافظتي  ديوال دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دساحوي سمون دملي پروګرام له لارې  دفراه ولايت دمرکز په مربوطاتو کې جوړ شوى دى .
ده وويل چې ددغه ديوال دجوړولو لګښت څه دپاسه  شپږومليونو افغانيو ته رسيدلى دى چې دهغه په جوړيدو سره په لسګونو جريبه کرنيزې  ځمکې او داستوګنې  کورونه دسيلاونو له خطرونو څخه خوندي شوي دي .
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته