کابل/ د وږي ۱۸مه / باختر
د لغمان په الیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې د هوايي بريدونو په پايله کې ۶۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د لغمان ولايت د رسنیو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي: د بادپښ ولسوالۍ په توراغا ډاګ سیمه کې افغان ځواکونو د طالبانو پر یو مرکز هوایي برید وکړ چې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د قوماندان جمعه خان په ګډون ۳۵ کسان ووژل شول.
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي دي چې د یکشنبې په شپه هم د الیشنګ ولسوالۍ په جیبون سیمه کې وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر يوې پوستې ډله ییز برید وکړ چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ په شا وتمبول شو او په پايله کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شول او ۸ نور يې ټپیان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل