سیاست

جمهوررئیس حامدکرزی چین ته روان شو

 کابل باختردتلې دمياشتې ٣ :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزی د چین د جمهوررئیس شيجین پینګ په رسمي بلنه  د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ، نن سهار د یو څلور ورځني رسمي سفر لپاره دغه هېواد ته روان شو.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ :
حامدکرزی به په دې سفرکې د دغه هېواد له جمهوررئیس، صدراعظم او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي اړیکو د لا پیاوړتیا او پراختیا په باب به ورسره خبرې اترې وکړي.
همدا راز د هېواد جمهوررئیس به چین ته د خپل دغه سفر په لړ کې د اروپا – آسیا په اقتصادي کنفرانس کې ګډون وکړي او د دغې غونډې برخه والو ته به خپله وینا واوروي.
له جمهوررئیس حامدکرزي سره په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپتنا، د کانونو او پطرولیم وزیر وحیدالله شهراني، په نړیوالو چاروکې د جمهوررئیس سلاکار یحیی معروفي، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالکریم خرم، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ارشاد احمدي او د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته