کابل/ د کب ٢٩مه/ باختر
درې تنه چې نوي له ايران څخه د غور په پسابند ولسوالۍ کې خپلو کورونو ته راستانه شوي وو؛ پرون مړه شول.
د غور د پسابند ولسوالۍ سرپرست حاجي عبدالاحد باختر آژانس ته وويل: دغه کسان د نامعلومو ناروغيو له امله مړه شوي دي.
هغه وويل: له ايران څخه هره ورځ لسګونه ځوانان له روغتيايي څېړنې پرته خپلو کليو ته ستنېږي او دغه کار د دغې ولسوالۍ د سيمو د خلکو د انديښنې سبب شوې دى.
د غور د والي مرستيال وايي: د غور د عامې روغتيا رياست هلې ځلې کوي چې د دغو کسانو د مړينې علت مشخص کړي.
ختم- ج – اکرم