سیاست

داجرائيه رياست مرستيال ايران ته دخپل سفر دنتيجوپه باب معلومات ورکړل

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٢٣ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست دويم مرستيال  حاجي محمد محقق نن  دايران  اسلامي جمهوريت ته دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجګپوړي هيئت  دسفر برياليتوبونه بيان کړل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ : تيره اوونۍ    داجرائيه رياست ددويم مرستيال   حاجي محمد محقق په مشرۍ يوه جګپوړي دولتي هيئت ايران  ته سفر کړى وو  چې په دغه هېواد کې دميشتو افغان مهاجرينو د حالت دښه والي په اړوند له ايراني مقاماتو سره خبرې وکړي.
داجرائيه رياست مرستيال  په دې غونډه کې دايران د اسلامي جمهوريت دمقاماتو دتاوده هرکلي له امله   دقدردانۍ په ترڅ کې   وويل :  دايران داسلامي جمهوريت له مقاماتو سره  ددغه هيئت دخبرو په نتيجه کې   دهغو څلور سوه پنځوسو زرو افغانانو داستوګنې   ويزه  چې مهلت يې دروان کال دليندۍ په مياشت کې  پاى ته رسيده  دشپږو مياشتو لپاره تمديد شوه  او ټاکل شوې ده  چې ددوو مياشتو په  دننه کې داړوندو وزارتونو په ګډون يو هيئت   يوه داسې طرحه برابره کړي چې په راتلوونکي   کې هم دهغوى ستونزې حل شي.
داجرائيه رياست مرستيال  له مدرک پرته  په ايران کې ديو مليون مهاجرينو  شتون  ته په اشارې سره وويل :  په هغو ستونزو سربيره  چې په خپله دغه  مهاجرين ورسره مخامخ  دي بچيانويې نه شواى کولاى  په ښوونځيو کې شامل او زده کړه وکړي   خو دايران داسلامي جمهوريت مسوولينو ومنله چې اوس دې  ددوى بچيان  په ښوونځيو کې شامل شي . اوپه نږدې راتلوونکي کې دې دنوم ليکنې  يوه طرحه پيل شي  چې ددغو مهاجرينو شمير معلوم  او دهغوى دراتلوونکې په باره کې تصميم ونيول شي .
محقق دغه راز  دايران په پوهنتونونو  کې دافغان محصلانو پرمخ  د دوو څانګو
دپرانستلو کيدو خبر ورکړ او ويې ويل ايراني مقاماتو دغه راز  ژمنه وکړه  چې  دايران په پوهنتونونو کې دافغان محصلانو  تحصيلي فيس نيمايي ته  کم شي  او مهاجر  داوطلبان  دايراني اتباعو په  شان کولاى شي دايران په پوهنتونونو کې  دشموليت په کانکور کې  برخه واخلي .
داجرائيه رياست مرستيال زياته کړه :  مخکې له دې  دايران په ښوونځيو کې له مهاجرو زده کوونکو څخه په کال کې  درې سوه پنځوس زره تومانه  فيس اخيستل کيده  خو ايراني ورونو  ژمنه وکړه چې دغه فيس نيمايي ته کمښت ومومي اوپه کال کې يوسلو شلو زرو  تومانو ته ټيټ کړاى شي .
حاجي محمد محقق دغه راز دايران داسلامي  جمهوريت له خوا دپنځه سوه   ژمنه شويو بورسونو داجرا کيدو  خبر ورکړ او ويې ويل :  د معلولينو  په برخه کې هم  په ډير لنډ ممکن وخت کې دمعلولينو دبيا ځواکمنۍ مرکز  چې په پخوا په  کابل کې فعال و ، بيا فعاليږي  او ايراني دوستانو  ژمنه وکړه چې په نشه يي توکو دروږدو کسانو ددرملنې په برخه کې هم  دافغانستان له حکومت سره همکاري کوي .
محقق او ملګري هيئت يې دايران په اسلامي  جمهوريت کې  دخپلې استوګنې په بهيرکې ددغه هېواد له جمهوررييس ډاکترحسن روحاني، داسلامي شورا دمجلس له رييس علي لاريجاني  ، درهبرۍ دمقام له سلاکار علي اکبر ولايتي ، دجمهوررييس له اجرائي مرستيال شريعت مداري اودايران داسلامي جمهوريت دحکومت دکابينې څوتنو وزيرانوسره ليده کاته او خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته