کابل باختر دچنګاښ ديرشمه :
په قندهار ولايت کې څلور تنه ماشومان د ماين دچاودنې له امله ټپيان شول .
دغه ماشومان پرون ناوخته د قندهار ښار په شمال کې د ماين د چاودنې له امله ټپيان شول .
د هېواد په جنوب کې د پوليسو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې څلور تنه ماشومان ټپيان شول .
ده وويل: دغه ماين د وسله والو طالبانو له خوا په يو واټ کې ښخ کړى شوی و او د ماشومانو د راټوليدو په وخت کې وچاوديد .
د قندهار ولايت د يوه روغتون ډاکترانو د دغې پيښې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
تر اوسه پورې د دغه ماين د ښخولو مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى خو دهېواد په جنوب کې امنيتي خبرځايونو وسله وال طالبان د دغه ماين د ښخولو عاملين بولي .
ختم_ ج _ اکرم