امنیت

په کندزکې پرامنيتي پوستو د طالبانوبريدشنډشو

-کابل / دزمري ٨مه / باختر:
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې پرامنيتي پوستود وسله والو طالبانو بريد مخه ونيول شوه .
په لسګونويرغلګر نن سهار غوښتل په دغو پوستو يرغل  وکړي چې  د پوځيانو له خوا په دغو ډار اچوونکو بريدوشو.
د هېواد په شمال کې  د ځانګړوعملياتو د لومړى لوا د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د پوځيانوپه دې بريد کې  درې وسله وال طالبان ووژل شول او٧ نور ټپيان شول .
  د ملي اردو د پوځيانو د څرګندونوله مخې؛ وسله وال طالبان د سر د زيان له زغملو وروسته  تېښتې ته اړ شول .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته