کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٥ :
دبلخ ولايت پوليسو په دغه ولايت کې دنويد _ ٢٨ عملياتو دپيل خبر ورکړ دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شيرجان دراني باخترآژانس ته وويل :
دغه عمليات پرون دافغان امنيتي ځواکونوله خوا دوسله والوطالبانو له شتون څخه دچمتال ولسوالۍ دپاکولو په مقصد پيل شوي دي.
دراني زياته کړه ؛ دغه عمليات دبلخ ولايت دامنيه قوماندان سيدکمال ساادات په مشرۍ پيل شوي اوپه دغې ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دوروستيو ځالو تربشپړ له منځه وړلو پورې به دوام وکړي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ