فرهنګ

ډاکترکمال سادات: هغه قرارداديان چې له قرارداد سره سم کار ونه کړي، قانوني چلند ورسره کيږي

کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات د ملي موزيم د چايو د څښاک د خونې د جوړولو د کار د څيړنې په وخت کې وويل:هغه قراردادونه چې د دغه وزارت انکشافي پروژې يې عملي کوي؛ که چيرې له قرارداد سره سم کار ونه کړي، قراردادونه يې فسخه کيږي .
دباختر آژانس د خبريال دخبر له مخې:
د ملي موزيم د چايو د څښاک د خونې د جوړولو کارڅه موده مخکې د دغه وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د څوارلسو مليونو افغانيو په لګښت پيل شوى دى .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست د څرګندونوله مخې: د چايو د څښاک دغه خونه په عصري او اساسي ډول جوړيږي .
ده ټينګار وکړ: هغو ټولو قراردادي شرکتونوته چې د هېواد په مرکز او ولايتونوکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرمختيايي پروژې عملي کوي؛ ويل شوي دي چې له قرارداد سره سم دې په صادقانه ډول کار وکړي؛ له دې پرته  قراردادونه يې فسخه کيږي او له هغوى سره  قانوني چلند کيږي .
په ولايتونوکې د تاريخي آثارو د بيا جوړولو او مرمت کولو او د عامه کتابتونونو  د جوړولوکار دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته