امنیت

ددوو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٢٣ :
دوسله والو طالبانو دډلې د دوو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون  څلور تنه وسله وال طالبان په  نورستان ولايت کې   له پوځيانو سره دنښتې په بهيرکې  ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
دغه جګړه نن سهار  دډيورند کرښې ته څيرمه دکامديش ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو غوښتل دافغانستان خاورې ته راننووځي .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه  جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته  وويل چې په دې  نښته کې ددوو تنو پاکستانيانو په  ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته