دجلال آباد ښار /باختر دسلواغې دمياشتې ١٩نيټه :
شل تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې له پوځيانو سره په جګړو کې ووژل شول .
دغه جګړې د تېر ٢٤ ساعتو په بهيرکې د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې رامنځته شوې دي .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو جګړو کې د داعش او د وسله والو طالبانو ٢٠ تنه ووژل شول.
د رپوټونو له مخې: دغه وسله وال طالبان کله چې د يولړ تروريستي فعاليتونو په ترسره کولو بوخت وو، پرې هوايي بريدونه وشول.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ