خبرونهټولنهروغتیا

د هرات په مسلخ کې ۴۰۰ خوسا شوې غوښه له منځه یوړل شوه

کابل، د کب لومړۍ نېټه، باختر

د هرات د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د یاد ولایت په مسلخ کې د ۴۰۰ خوسا شوې غوښې د له منځه وړلو خبرورکړی دی.

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي پیرمحمد حلیمي د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې یاد ریاست د مسلخ په کار کې د لا ښه روڼتیا په خاطر یو شمېر ډاکتران ګومارلي چې د څارویو د ذبحې په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي او له نیکه مرغه د ۵ زونونو په کچه یاد ولایت د ښه پاکوالي او معیارونو د لرلو په دلیل لومړی مقام خپل کړی دی.

نوموړی زیاتوي چې په هرات کې اوس ۹۵ سلنه خلک د مسلخونو له مهر سره پاکې غوښې کاروي او له نورو څخه هم غواړي چې د مسلخونو له لوري له حلالې غوښې څخه استفاده وکړي ترڅو په بېلا بېلو ناروغیو اخته نشي.

له بلې خوا د هرات ښاروالۍ د ادارې استازی مولوي محمد وویل، چې د مړو او حرامو څارویو د پېراو پلور مخه ونیول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته