سیاست

ګاسمن : پاکستان دې دافغان مهاجرينو له ځورونې او جبري ايستلو څخه ډډه وکړي .

کابل باختردسلواغې نهه ويشتمه :
دبشر دحقوقو مدافع سازمان وايي  له پاکستان څخه  دافغان مهاجرينو  جبري ايستل  يو غير قانوني او دنړيوالو قوانينو پرخلاف عمل دى .
  دغه سازمان  د مرسته کوونکو هېوادونو اودملګروملتو  له سازمان څخه  غواړي  چې په پاکستان دفشار په راوړلو سره  له پاکستان څخه دافغان مهاجرينو  د جبري ايستلو مخه ونيسي .
ددغه سازمان  څيړونکي  پتريشيا  ګاسمن  پرون  په کابل کې  په يوه خبري غوڼده کې وويل  دملګروملتو سازمان  او  مرسته کوونکي هېوادونه بايد په پاکستان  زور واچوي  چې له دغه هېواد څخه دافغان مهاجرينو له جبري ايستلو څخه لاس واخلي .
ګاسمن دافغان مهاجرينو دحالت  په اړوند ددغه سازمان  درپوټ  دخپرولو په وخت کې  له پاکستاني مقاماتو څخه وغوښتل  چې دمهاجرت ټول قوانين او کنوانسيونونوته  درناوى وکړي . او دمهاجرينو  له جبري ايستلو څخه لاس واخلي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته