کابلباختردچنګاښ دمياشتې٢٠نيټه :
د هېواد د شمال د وروستيو امنيتي حالاتو په باب د ملي دفاعي او امنيتي بنسټونو ګډه مطبوعاتي اعلاميه
د هېواد ملي دفاعي او امنيتي بنسټونه د هغو تصويرونو خپرولو ته په پاملرنې سره چې په دې وروستيو وختوکې په ټولنيزو رسنيوکې لاس په لاس کيږي او د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو ځينو چلندونو ته نسبت ورکول کيږي، واکمن دولتي هيئت د هغه د څيړنې لپاره ټاکي. د هر راز سرغړونې په صورت کې به د قانون له مخې اجراات وشي.
د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونه د افغانستان په ټولو ورونو قومونو پورې تعلق لري او د خلکو په وړاندې هيڅ راز توپيري چلند ته اجازه نه ورکول کيږي.
د افغانستان حکومت دبشر دحقوقو دنړيوالوکنوانسيونونو او موازينو رعايتولو ته ژمن دى او د بشري حقوقو د هر راز نقضولو په مقابل کې چلند کوي او عاملينو ته يې د هېواد د نافذو قوانينو له مخې سزا ورکوي .
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل