سیاست

د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا

-کابل / د چنګاښ ۱۷ مه / باختر
د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا تر سرلیک لاندې پرون یوه انلاین مشورتي ناسته جوړه شوې وه.
د باختر آژانس مفسر د دغې ناستې تاریخي ارزښت ته کتنه کړېده او لیکي:
په دې غونډه کې د سیمې د شلو هېوادونواو ملګرو ملتونو استازیو او  د افغانستان ستراتېژیکو شریکانو  ګډون کړی و. جمهوررییس محمد اشرف غني غونډې ته پرانستونکې وینا وکړه او په خپلې وینا کې یې د سولې روانو کوښښونو، په دې اړه د افغانستان دولت نوښتونو او تر سره شویو کارونو ته کتنه وکړه او د سولې په اړه یې خپل لیدلوری تشریح کړ.
د سولې په اړه د افغان مشرتابه لیدلوری ښه روښانه دی: افغانستان باید یو خپلواک او یوموټی هېواد وي، ولسواکي په کې واکمنه وي، د ټولو خلکو په تېره بیا ښځوحقونه په کې خوندي وي او له ګاونډیو او نوروهېوادونو سره په سوله کې ژوند وکړي.
د سولې مانا یوازې د جګړې نشتوالی نه دی؛ منو چې د جګړې درول او تاوتریخوالي ته پای ورکول د سولې بنسټ دی او د جګړې په شتون او دوام کې د سولې په اړه خبرې کومه مانا نه لري؛ خو له دې سره جوخت سوله نور ګڼ اړخونه هم لري. د خلکو د خوښې او ارادې درناوی د سولې لپاره باید یو مهم شرط وي؛ پر بلې وینا د هېواد د سیاسي برخلیک د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي او خلک باید لکه څنګه چې د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي دي چې ملي حاکمیت په خلکو پورې اړه لري، خپل ملي زعامت وټاکي او د ټاکلو لاره یې هم انتخابات دي. کله چې موږ د سولې په اړه خبرې کوو، نو تر ټولو لومړی باید د خلکو دا حق یانی د انتخاباتو د ترسره کولو او په انتخاباتو کې د رای ورکوونکي او کاندید په توګه د ګډون حق خوندي وي. که دا نه وي او یو څوک یا کومه ډله او ګوند د زور له لارې، د ټوپک د شپېلې له لارې، د کودتا او بغاوت له لارې د واک د ترلاسه کولو کوښښ وکړي او د خلکو اراده له پامه وغورځوي او ارزښت ورنه کړي، نو طبیعي خبره ده چې دغه راز اقدام ښایي یوې جګړې ته په لنډ مهال کې پای ورکړي، خو دا به  د واک پر سر د یوې بلې خونړۍ او خورا خطرناکې جګړې پيلامه وي. له دې امله ولسواکۍ ته ژمنتیا باید د سولې لپاره تر ټولو مهم شرط وي.
همدارنګه سوله یانې د بشري حقونو خوندي کول. که بشري حقونه خوندي نه وي نو د سولې په اړه خبرې کوم ارزښت نه لري.  خلک باید د خپل نظر د څرګندولو آزادي ولري، رسنۍ باید د آزاد فعالیت حق ولري، هېڅوک باید د خپلو سیاسي نظریاتو له پلوه تر تعقیب او شکنجې لاندې ونه نیول شي. نجونې او هلکان باید ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ حق او اجازه ولري، ښځې باید د کارکولو حق ولري، د کوچنیانو حقوق باید خوندي وي.همدارنګه سوله یانې له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره په سوله کې ژوند کول، پربلې وینا ګډ سوله ییز ژوند او د اقتصادي پرمختګ لپاره په ګده کارکول.
ښه خبره دا ده چې د سولې د دغه راز لیدلوري په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع شتون لري. په پرونۍ غونډه کې د سیمې استازیو په زغرده د دغه راز لیدلوري ملاتړ او ننګه وکړه او د جګړې پردرولو او تاوتریخوالي پر کمولو یې ټینګار وکړ.
پاى- ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته