ورزش

د ۱۷ کلنو ځوانانو لوبډلې په قندهار کې د باسکټبال د سیالیو اتلولي خپله کړه

قندهار/دمرغومې۱۵مه/باختر
په قندهار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د باسکټبال پیل شوې سیالۍ د ۱۷ کلنو ځوانانو لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د باسکټبال ادارې او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ پیل شوې چې اته ورځې یې دوام وکړ.
د قندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب وايي: د خوښۍ ځای دی چې ځوانان ورځ تربلې د ورزش په برخه کې پياوړي کېږي، خو له ځوانانو غواړي چې د لوبو ترڅنګ زده کړو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته