سیاست

محمد کريم خليلي دخوست ولايت سيمه ييزې ستونزې واوريدې.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١١
دخوست ولايت يو شميرمشرانو ، سيمه ييزو مسوولينو او دخلکو استازو نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له دويم مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل او ددغه ولايت دسيمه ييزو ستونزو په باب يې ورسره خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې چې په ملي شورا کې دخوست دخلکو يو تن استازې هم حاضر و دکتنې برخه والو لومړى  دآزادۍ مينې پروژه کې دځمکې دنمرو دويشلو په برخه کې موجودې ستونزې چې د دوى دڅرګندونو له مخې ، اووه کاله مخکې پيل شوي و او خلکو دهغې پيسې هم ورکړي دي ديو چلنج په توګه وبلل او څرګنده يې کړه.
ددغې پروژې د دويمې او دريمې برخې په تطبيق کې چې څه ناڅه اووه سوه نمرې کيږي ديو شمير دولتي ادارو له خوا ستونزې رامنځته کيږي.
دکتنې دبرخه والو دڅرګندونو له مخې :  دخوست دښار خلک دسرپناه دکمښت له ستونزې سره مخامخ دي اوبرسيره پردې چې جمهوررييس ددغې پروژې دويشلو په  باب حکم ورکړى دى خودځمکې دنمرودويشلو بهيرد دولتي اداروله خوا دستونزو  په رامنځته کولو سره اوس هم له ستونزې سره مخامخ دي .
دخوست ولايت مشرانو ددغې ستونزې حل کولو ته د دولتي مسوول ارګان دپاملرنې  په ترڅ کې وړانديز وکړ چې دصحرا باغ هوايي ډګر ته ملکي الوتنې چې په دغه ولايت کې دميشتو بهرنيو ځواکونو له خوا جوړ شوى دى ددغو ځواکونو له وتلو وروسته پيل شي.
د دوى دڅرګندونو له مخې :  دغه هوايي ډګر چې په خوست ښارکې موقعيت لري دفعاليت د دوام لپاره له ټولو لازمو امکاناتو څخه برخمن دى او دخوست د هوايي ډګر تر جوړيدو پورې به ددغه ولايت داوسيدونکو يوڅه  ستونزې لرې کړي.
دګرديز – خوست لويې لارې جوړولو، ددغه ولايت په زيانمنو سيمو کې دامنيتي ځواکونو پياوړتيا ، سمبالولو او زياتوالي ته پاملرنه دخوست ولايت دعدلې او قضايي ادارو او له پيښو سره دولايتي ادارې ځواکمنتيا ته پاملرنه له نورو موادو څخه و چې دکتنې برخه والو دجمهور رييس له دويم مرستيال سره طرحه کړل .
وروسته دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي دخوست ولايت دخلکو اړتياو ته دځواب ورکولو په لاره کې ددغه ولايت داوسيدونکو دغوښتنو دڅيړنې په خاطر دخوست ولايت داستازو او سيمه ييزو مسوولينو دهلو ځلو له امله دقدرداني په ترڅ کې د دوى دغوښتنيو په څيړنې ټينګار وکړ.
دجمهور رييس مرستيال څرګنده کړه چې دکتنې دبرخه والو له خوا طرحه شوي پيشنهادونه به دملي امنيت د شورا او ياد کابينې په يوه غونډه کې طرحه او وروسته  به په دې باب لازم تدبيرونه ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته