سیاست

د جمهور رييس د فوق العاده استازي په مشرۍ د ښاري ترانسپورت دملي کميټې غونډه جوړه شوه

کابل باختر د ليندى يو ويشتمه :
د جمهور رييس دفوق العاده استازي احمد ضيا مسعود په مشرۍ دښاري ترانسپورت د ملي کميټې غونډه جوړه شوه.
د جمهور رييس دفوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې غونډه کې د ښاري ترانسپورت د لنډمهال تطبيقي پلان او د کابل د ترانسپورتي ترمينلونو د طرحې په باب هر اړخيز ې خبرې وشوې.
د ترانسپورت او د ملکي هوايي چلند وزارت مسوولينو د کابل د ښاري ترانسپورت د ښه والي په موخه د لنډ مهال تطبيقي پلان موخه بيان کړه او ويې ويل چې د دغې طرحې له تاييدو وروسته به د ښاري ترانسپورت د تنظيم په خاطر عملي کارونه يې پيل شي .
دوى وويل چې دغه طرحه به د ښاري ترانسپورت د تنظيم او د ترانسپورتي  تمځايونو د ټاکنې لپاره د عملي کارونو د پيل په برخه کې ګټوره وي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ سرپرست د کابل ښار د عامه ترانسپورت د ماستر پلان  د برابرولو خبر ورکړ او ويې ويل چې له دغه ماستر پلان سره سم، ټول کابل ترانسپورت او يوسلو يوولس کيلومتره  بي آر ټي کرښې جوړيږي .
په دې غونده کې د کابل ښار د دروازو د ترمينلونو په باب خبرې وشوې او د کميټې غړو د خپلو ترسره شويو کارونو رپوټ وړاندې کړ .
  د ښار جوړولو د چارو وزارت تخنيکي معين امر الدين سالک وويل چې دکابل د لويديځي دروازې د سروې کار بشپړ شوى چې د ډيزاين بهير يې تر کار لاندې دى.
دغه راز د ترانسپورت او د ملکي هوايي چلند وزارت د ځمکني ترانسپورت رييس په دغې اداره کې د ترسره شويو کارونو رپوټ وړاندې کړ او څرګنده يې کړه چې د ختيځ ترمينل د پروګرام جوړولو ټول سندونه بشپړ شوي او دتصفييې بهير يې هم دوام لري، خو د شمال او جنوب دروازې د ځمکې د ادارې له خوا د ځمکې مشخص کيدو ته اړتيا لري .
  د جمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود د کميټې د غړو د کاري رپوټونوله اوريدور وروسته وويل چې دترانسپورت او دملکي هوايي چلند وزارت دې له کابل ښاروالۍ او له نورو غړو ادارو سره په همغږۍ کې د ښاري  ترانسپورت د تتنظيم او د مشخصو ساحو کې د تمځايونو دجوړولو کار پيل کړي چې د اوږدو مهالو پروګرامونو دعملي کولوپه خاطر لاره اواره شي .
د جمهور رييس فوق العاده استازي  د کميټې له غړو ادارو څخه وغوښتل چې په ډيرلنډ ممکن وخت کې دې خپل عملي کارونه پيل او د کابل ښار دترانسپورت په تنظيم کې دې دخپلو لاس ته راوړنو او برياليتوبونو رپوټ وړاندې کړي.
  په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې د پل محمود خان له ساحې څخه د کابل تر هوايي ډګر پورې او له پامير سينما څخه تر نوې کارتې پورې د ترانسپورتي تمځايونو د جوړولو کار پيل او داوطلبي  ته دې وسپاري، تر څو هغه شرکتونه چې د ښاري ترانسپورت د نظام د پياوړتيا په برخه کې  له حکومت سره همکاري لري؛ کار يې پيل کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته