اقتصاد

په سمنګانو کې پنځه کيلومتره سړک قير شو

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر :
په سمنګانو کې  دپنځو کيلومترو په اوږدوالي  ديوسړک دقير کولو کار  بشپړ او پرون ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال  دخبرله مخې ،  دغه سړک  دسمنګانو دخرم سارباغ او دروي دواب دولسواليو  ترمنځ موقعيت لري   چې دسويډن په مرسته  داته سوه پنځوسو زرو  امريکايي ډالرو په لګښت قير شوى دى .
  دسمنګانو  دوالي مرستيال  صفت الله سمنګاني وويل  چې ددغه سړک   دقير کولو کار  چې پنځه کيلومتره اوږدوالي  او شپږ متره  سور لري  په يوکال کې  بشپړ شوى دى .او په تګلوري کې يې دولس  پلګي  او ددوه څلويښتو مترو په اوږدوالي يو استنادي ديوال هم  جوړ شوى دى .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته