کابل / د چنګاښ ۲۵مه / باختر
په غزني کې پر۶۹۷ اړو کورنيو خوراکي توکي پرون ووېشل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غزني له پېښو سره د مبارزې رياست پر ۶٩٧ کورنيو چې د جګړو او ناامنيو له امله د غزني ښار له بېلابېلو سيمو څخه بې ځايه شوې او په غزني ښار کې ځاى پرځاى شوې دي؛ خوراکي توکي ووېشل.
ویل کېږي په دې دوره کې په هرې کورنۍ ۵۰ کيلو وريجې او ۵۰ کيلو غنم ووېشل شول.
ختم-ج-ا
2 د یوې دقیقې څخه لږ