کابل باختر دکب څلورمه :
دهرات ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې يو تن ډار اچوونکي پرون ددغه ولايت دپښتون زرغون ولسوالۍ په مربوطاتو کې دماين دښخولو په وخت کې ونيول شو .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ يو مسوول وويل چې دغه ډار اچوونکي دپښتون زرغون ولسوالۍ په تګلوري کې ديوبوشکه يي ماين دښخولو په وخت کې چې له لرې واټن څخه کنتروليده ونيول شو.
ده وويل دغه ماين دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دانجنيرى دټيم له خوا شنډ کړى شو او نيول شوي سړى تر پوښتنې لاندې دى .
ختم_ سعيده – اکرم