ورزش

افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه .

کابل باختر دلړم  نولسمه :
دهېواد دنولس کلنو  ځوانانو دکرکټ ټيم په خپل پاکستاني سيال بريالى شو .
دباختراژانس دخبرله مخې،  دپاکستان دکرکټ  ټيم په شلمه دوره کې  دټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره وکولاى  شول يواځې ٥٧ منډې ترسره کړي .
مجيب  ځدران شپږ ، نوين الحق او يوسف ځاځى دوه دوه پاکستاني لوبغاړي دلوبې  له ډګر څخه لرې کړل .
دهېواد دکرکټ نولس کلن ځوانان په اتمه دوره کې ټاکل شوې هدف ته ورسيدل او خپل سيال يې  په اوو ويکتونوسره ماتې ورکړه  او ٦٦ ټوپونه پاتې شول .
  مجيب ځدران دلوبې دتخنيکي ټيم له خوا د ډير ښه لوبغاړي په توګه وپيژندل شواوجايزه يې وګټله  دا دپاکستان په وړاندې دافغانستان لومړنۍ تاريخي بريالتوب  دى .
ديوبل خبرله مخې، ټاکل شوې ده دهېواد تنکي ځوانان سبا دخپل سيال  سريلانکايي ټيم سره لوبه وکړي .
له نولس کلن څخه  ښکته   اته  ټيمونه په دوو ګروپونوکې  داسيايي لوبو دجام دترلاسه کولو په خاطر له يوبل سره لوبې کوي .  افغانستان او پاکستان ، سريلانکا  او امارات په بي ګروپ  کې دي ، هند او ماليزيا ، بنګله ديش او نيپال په الف ګروپونوکې دي
دتنکيو  ځوانانو دکرکټ جام  دماليزيا په پايتخت کوالالمپور  لوبغالى  کې پيل او لس ورځې به دوام وکړي .
  ختم_   عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته