امنیت

يوې ډارا چوونکې ډلې په کابل کې په يوې ملکي ودانۍ بريد وکړ

 کابل باختر دوري دمياشتې  ٨ :
دکابل د پوليسو مسوولين وايي  چې څلورو تنو  ډار اچوونکو يرغلګرو دکابل
ښار ددريمې کارتې په ساحه کې   په يوه ميلمستون بريد کړى  دى.
د کابل   ولايت  د امنيې قوماندانۍ  ويندوى   حشمت الله ستانکزى وايي   چې 
ديرغلګرو بريد په يوه ځانمرګي بريد سره  چې دموټر په واسطه تر سره شو پيل شو 
او وروسته  درې تنه  يرغلګر ددغه ميلمستون    ودانۍ ته  ننوتل ،.
ويل کيږي چې يرغلګرو يو افغان او  خلور تنه بهرني اتباع يرغمل کړي دي  خويوبل بهرنى  دپوليسو له خوا وژغورل شو.
هغه کسان چې يرغمل شوي  دي ټول ملکي وګړي دي او پوليس هلې ځلې کوي چې هغوي و ژغوري .
همدا اوس دپوليسو اويرغلګرو ترمنځ نښته روانه ده .
نننۍ پيښې يو ځل بيا وښودله   هغه   تروريستي  ډلې   چې د  هيواد امنيتي خبرځايونو دسيمې په استخباراتو پورې اړوند او ددغو سازمانونو ګوډاګيان بللي دي  چې   ملکي  هدفونه يې خپل اصلي هدفونه   ټاکلي دي .
د تيرې سه شنبې په   ورځ هم   په طالبانو پورې   يوې اړوندې  جګړه   مارې   ډلې  دانتخاباتو په کميسيون پورې   په يوې  اړوندې   ودانۍ بريد وکړ  او   ددغه کميسيون  دوه تنه کارکوونکي يې شهيدان   کړل .
مخکې له دې ورانکارو او ډار اچوونکو ډلو  په کابل سرينا هوټل هغه هم  د نوروز په شپه  په  بريد   سره   په نهو تنو ملکي   وګړو   ډزې    وکړې    چې افغان خبريال سرداراحمداو   د  ده   ميرمن او دوه   تنه ماشومان   ددغې  پيښې په   قربانيانو کې
شامل  وو.
افغان امنيتي مقاماتو تراوسه پورې دنننۍ پيښې دسرداحتمالي زيان په باب څه نه دې ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته