سیاست

د ګوجرو قوم مشرانو له اجرائیه رئیس څخه ملاتړ اعلام کړ

کابل باختر د مرغومي نولسمه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس د کونړ ولایت د ګوجرو قوم له مشرانو سره وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ،
په دې ناسته کې د ګوجرو قوم مشرانو له اجرائيه رئیس څخه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او ډاډ یې ورکړ، چې په هر حالت کې له اجرائيه رئیس څخه دفاع ته چمتو دي.
هغوی دغه راز خپلې ستونزې هم له اجرائيه رئیس سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ګوجرو له قوم څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د هغوی ستونزې به جدي ونیسي او د حل لپاره به یې اقدامات وکړي.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته