ښوونه او روزنه

په پکتيا کې دکانکور د آزموينې دبرخه والو شمېر زيات شوى دى

کابل – باختر دليندۍ څلورمه:
دپکتيا ولايت سيمه ييزو مقاماتو دهيواد د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت په آزموينه کې د برخه والو د شمېر د زياتوالى خبرورکړ.
په روان کال کې دپکتيا ولايت د ليسو څه ناڅه اته سوه تنو فارغانو دکانکور په آزموينه کې ګډون وکړ چې دغه شمېر د تېرکال په پرتله په سلو کې پنځوس زياتوالى ښيي.
د هيواد د لوړو زده کړو په مرکزووکې د شموليت آزموينه پرون دپکتيا ولايت دمرکز ښرنې په ښارکې واخيستل شوه.
دپکتيا والي محب الله صميم په دې آزموينه کې برخه واخيسته او دکانکور د آزموينې دبهير څرنګوالې يې له نږدې وڅيړه. د پکتيا والي دباختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې په دې آزموينه کې د زيات شمېر ځوانانو دګډون له امله خوښي څرګنده کړه او دا کار يې د پوهنې د کيفي ودې او لوړو زده کړو ته د لارې موندلو لپاره دځوانانو د علاقمندى نښه نښانه وبلله.
په همدې حال کې د لوړو زده کړو زارت مقامات وايي چې د هيواد په تحصيلي مرکزونو کې دجذب کچه يې لوړه کړې ده.
په همدې حال کې په زرګونو تنه هغه ځوانان چې کال په کال د هيواد له تحصيلي مرکزونو څخه فارغيږي؛ د وزګارتيا او بيوزلى له امله ځوريږي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته