امنیت

درې طالبان په هرات کې ووژل شول

کابل / د وري ۷ مه / باختر
درې وسله وال طالبان تېره شپه د هرات په پښتوزرغون ولسوالۍ کې ووژل شول.
د هېواد په لوېدیځ کې د ظفر قول اردو یوې سرچینې باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان له افغان خواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
د خبرځای د څر ګندونو له مخې؛ په دې جګړه کې یو بل وسله وال طالب ټپي شو.
د یو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو د هرات د کشک کهنه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د څلورو ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیوله.
د ظفر قول اردو مطبوعاتي دفتر مسوول وویل چې وسله والو طالبانو دغه ماینونه د دغې ولسوالۍ په ګڼ مېشتو سیمو کې ځای پر ځای کړي وو.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته