ښوونه او روزنه

خبرتیا

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٩ مه
د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ریاست خبرتیا
د کاردان خصوصي پوهنتون په اړه د ترلاسه شويو اطلاعاتو له مخې ویل کیږي چې دغه پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د اجازې او د ټاکلو علمي او اکاډمیکي معیارونو په پام کې نیولو پرته په ۱۳۹۵ کال کې  د ماسټرۍ د ژمني پروګرام د پیل لپاره اقدام کړی دی.
د لوړو زده کړو په وزارت کې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ریاست د بېلابېلو لیکنو او مکتوبونو له مخې د ماسټري ژمنی پروګرام مردود کړی او هغه یې د لوړو زده کړو وزارت د پریکړې خلاف عمل بللی او د هغې د لغوه کولو لپاره یې لازمې لارښوونې صادرې کړي دي. خو له بده مرغه د کاردان پوهنتون مسؤلینو د لوړو زده کړو وزارت قانوني پریکړو ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې او د هغې پر خلاف یې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
له دې امله؛ هغو داوطلبانو ته چې د دغه پوهنتون د ماسټرۍ په ژمني پروګرام کې نوم لیکنه کوي، خبر ورکول کیږي چې په دغه ژمني پروګرام کې له نوم لیکنې (شمولیت) څخه ډډه وکړي، دغه محصلان هیڅ قانوني صبغه نه لري او په راتلوونکې کې د لوړو زده کړو وزارت یې په وړاندې هیڅ مسؤلیت نه لري.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو هیڅ خصوصي بنسټ د ماسټرۍ د ژمني پروګرام د پیل اجازه نه لري او د ورته اقدام ترسره کول د اصولو پرخلاف بلل کيږي او اعتبار نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته